موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... 20 / 8 / 1390برچسب:, :: 14:50 :: نويسنده : همایون ذهین
د طالبانو ديوه مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل شوby همايون زهين on Nov 11, 2011 - 12:38
فراه( پژواک ٢٠لړم٩٠): د فراه امنيتي چارواکو ددې ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ. د فراه د امنيت امر محمدغوث مليار د لړم په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې افغان او بهرنيو ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهيسې ددې ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ په جي جي کلي کې چاڼيز عمليات پيل کړي و . د هغه د معلوماتو له مخې، ددې عملياتو اساسي موخه د طالبانو د مشهور قوماندان ملاعبدالناصر نيول اويا هم وژل و. دى وايي ، چې په دې عملياتوکې افغان او بهرني ځواکونه وتوانيدل ، چې ملاعبدالناصر ووژني . مليار زياته کړه ، چې په دغو عملياتو کې او افغان او بهرنيو ځواکونو ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو د سوله ساتو ځواکونو يو ټانګ ويجاړ شوى دى. مليار وايي ، چې د جي جي په کلي کې د تصفيوي عملياتو پرمهال يې د طالبانو دوه کلاشينکوفونه ، يوه پايه مخابره ، يو ريموټ کنټرول ماين او څلور بوشکى چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي . خو د جي جي کلي يو تن اوسېدونکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل ، چې ملا عبدالناصر له طالبانو سره هيڅ اړيکه نه درلوده . هغه زياته کړه ، چې عبدالناصر يو پخوانى جهادي قوماندان و، چې اوس مهال يې هيڅ ډول دنده نه درلوده . د فراه امنيتي چارواکو دا هم وويل ، چې جي جي کلى په خاک سفيد ولسوالۍ کې د طالبانو عمده مرکز و ، چې اوس د افغان ځواکونو په ولکه کې دى .
نظرات شما عزیزان:
باسلام
با نهایت احترام متقاضی تبادل لینک و تبادل بنر با وبلاگ شما میباشم سایت ما را با عنوان "صنایع رباتیک آراد" لینک کنید. سپس یک ایمیل حاوی عنوان لینک وبلاگتان برای ما ارسال کنید. سایت ما دارای: Page rank:3 500000 بازدید در روز و دارای 4 دامنه اختصاصی میباشد. www.aradrobo.com www.saha-co.com www.robowar.ir www.robocop.ir با تشکر
|
||
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
تبادل
لینک هوشمند
|
||